د لاک ډاؤن مثبتې نتيجې رامخې ته كېږي ۔ د كورونا وائرس د رنځورانو زياتېدو چې كومه اندازه وه شمېره له هغې ډېره كمه ده۔ صدر ډاكتر عارف علوي

اسلام آباد۔ 12 اپرېل (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی د علماء کرامو او اولس مرسته ستائلو سره وئيلي دي د لاک ډاؤن مثبتې نتيجې رامخې ته كېږي ۔ د كورونا وائرس د رنځورانو زياتېدو چې كومه اندازه وه شمېره له هغې ډېره كمه ده۔ د روژې مباركه مياشت راروانه ده په دې مياشتې كښې به هم سماجي فاصله په ځائې ساتل وي۔ ګلګت بلتستان كښې يوټېلېټي سټورز ته د سامان د رسنې به پخپله نګراني كوم او د اړوندو ادارو د لارې به يوټېلېټي سټورز ته د سامان په وخت رسنه باوري كولې شي۔ د اتوار په ورځ صدر ډاكټر عارف علوي په يوه ورځنۍ دوره ګلګت ته ورسېد۔ د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسېن مقپون’ د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا’ د وزیر اعظم خاص صلاحكار عثمان ډار او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټننټ جنرال محمد افضل هم صدر سره وو۔ په ګلګت ائرپورټ د ګلګت بلتستان وزیراعلی حافظ حفیظ الرحمان’ چیف سېکتر او د فورس کمانډر په شمول اعلی چارواكو صدر ته هركلې ووې۔ صدر ډاکټر عارف علوی ګلګت كښې د کرونا وائرس موجودہ صورتحال په لړ كښې غونډې ته خطاب كښې ګلګت بلتستان حکومت او انتظامیې ته د كورونا وائرس په ضد د ګامونو په پورته كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل دا د حكومت او انتظاميې د محنت نتيجه ده چې ګلګت بلتستان كښې د کرونا وائرس 216 رنځورانو كښې يوازې 67 رنځوران پاتې شوې دي۔ باقي پاتې ټول روغ شوي دي۔ ده ووئيل د اېن ډی ایم اے لخوا 15 زره ټېسټنګ کټس وركړې شوي دي او روغتونونو ته نور نوې سامان هم رسولې شي۔ صدر ووئيل د لاک ډاؤن مثبتې نتيجې رامخې ته كېږي ۔ د كورونا وائرس د رنځورانو زياتېدو چې كومه اندازه وه شمېره له هغې ډېره كمه ده۔ د روژې مباركه مياشت راروانه ده په دې مياشتې كښې به هم سماجي فاصله په ځائې ساتل وي۔ ګلګت بلتستان كښې يوټېلېټي سټورز ته د سامان د رسنې به پخپله نګراني كوم او د اړوندو ادارو د لارې به يوټېلېټي سټورز ته د سامان په وخت رسنه باوري كولې شي۔ غونډه ته خپل خطاب كښې د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ووئيل ګلګت بلتستان كښې د کرونا وائرس د رنځورانو تندۍ سره رغېدل يوه كاميابه سټوري ده۔ دلته 2 ززره څخه زيات سېلګري راغلل حكومت او انتظاميې د دوئي سكريننګ وكړو۔ ده ووئيل هېواد كښې تر دې دمه 42 زره څخه د زياتو كسانو كرونا ټېسټ شوي دي۔ ده ووئيل هېواد كښې د موجوده لېبارټرو د روزانه ټېسټ كولو استعداد كم وو كوم به چې تر 30 اپرېل زياتېدو سره 25 زره ته ورسي۔ د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص صلاحكار عثمان ډار غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل هېواد كښې د ټائیګر فورس شمېره 9 لكه ته رسېدلې ده او ګلګت بلتستان كښې د 5 زره كسانو رجسټرېشن شوې دې۔ ده ووئيل د احساس پروګرام د لارې مستحق وګړو ته 12 زره روپۍ وركولې شي۔ هېواد كښې 120 لكه كورنيو سره د احساس پروګرام د لارې مالي مرسته كولې شي او د پاتې كورنيو فهرستونه به د صوبائي حكومت او انتظاميې په مرسته مرتب كولې شي۔ ده ووئيل یوټېلټی سټورز لپاره 35 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټنټ جنرل محمد افضل خپل خطاب كښې ووئيل ګلګت او سکردو كښې د کرونا وائرس ټېسټنګ لېبارټرۍ كار كوي۔ دې ته نور 15 زره ټېسټنګ کټس وركړې شوي دي۔ غونډې ته ګورنر راجه جلال حسېن مقپون او وزیر اعلی حافظ حفیظ الرحمان هم خطاب وكړو۔ دې نه وړاندې چیف سېکتر خرم آغا ګلګت بلتستان كښې د کرونا وائرس رنځورانو او انتظاماتو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو