د فرانس افریقائي مشن 4 عسكرو كښې د كرونا وائرس تصديق

پیرس 03 اپریل (اے پی پی) د فرانس اینټی بركانے افریقی مشن څلورو عسكرو كښې د كرونا وائرس تصديق شوې ۔ د فرانس دغه عسكر لويديزې افریقې سيمې په ساحل كښې تعینات دي۔ د فرانس ځواك وياند كرنل فریډیك باربری له مخې بهر هيوادونو كښې تعينات د فرانس عسكرو كښې د كرونا وائرس دا وړومبې كيسونه دي۔ ځپلې شوو عسكرو كښې د يو درملنه د تعيناتۍ په ځائې پيل كړې شوې او پاتې درې خپل هيواد ته راوستلې شوي۔ د هغوي سره رابطه كښې پاتې كسان هم قرنطینه كړې شوي