د صدر ډاکټر عارف علوي پېنډۍ رېلوے سټېشن كښې د راشن وركولو دستورې ته وېنا

پېنډي 16 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د حکومت متوازن تږ لارې سره د كرونا خپرېدو مخ نيوي له مرسته ترلاسه شوې ، د هېواد معيشت ځينې مهمې څانګې پرانستلو سره به اولس ته د روزګار موقعې په لاس ورشي، اولس دې د اوسني چېلنج مخنيوي لپاره د نظم اوضبط څرګندونه وكړي، اولس دې په حكومتي هدايات عملدرآمد باوري كړي، زمونږ قام به د ماضي غوندې دې ازمېښت څخه په كاميابۍ سره رابهر شي۔ صدر ډاکټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه پېنډۍ رېلوے سټېشن كښې د راشن تقسيمولو دستوره ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد، ډاکټر ثانيه نشتر او عون عباس بپي هم موجود وٶ۔ صدر د بې وسه او خواري كښ طبقې لپاره د رمضان ريليف پېكج په اهتمام كولو د انتظاميې د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل د خېرښګړې د كارونو تشهير څخه په اولس كښې اميد راپېدا كېږي او دوي ته معلومېږي چې ھغوي لپاره كار كېږي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د خېرښګړې كارونه خپل تاريخ لري٬ اوسنې حكومت د احساس پروګرام له مخې يو كروړ شل لكه كورنيو ته مرسته رسوي دغسې به دا پروګرام د اوه نه تر اته كروړه اولس ته ورسيږي ۔ ده ووئيل د پاكستان وسائل كم دي٬ په تېر شل پنځويشت كالو كښې د هېواد پرمختګ لپاره كار نه دې شوې چې په سوب ئې مسئلې زياتې شوي خو حكومت د دې مسئلو حل لپاره سنجيده اقدامات كوي۔ ده ووئيل د قامونو لپاره د ازمېښت وخت دے خو زه باور لرم چې زمونږ قام به د دې سخت وخت نه د وتلو تاريخ رقم كړي ۔ صدر ووئېل مونږ د افغان كډالو د زړه د اخلاصه كوربتوب كړې او دغسې مونږ د ترهګرۍ په ضد اوږد جنګ كښې هم كاميابي تر لاسه كړې ٬ زمونږ ايمان دا دے چې الله به مونږ د دې ازمېښت نه هم اوباسي۔ ده ووئيل د لاك ډاٶن په صورتحال كښې اوسني حكومت او د وزيراعظم عمران خان حكمت عملي متوازن ده۔ ده ووئيل د كرونا وائرس لاره نيولو سره سره د معيشت او ټولنې د بې وسه طبقو سهارې لپاره اقداماتو ته ضرورت ٶ او دې لپاره وزيراعظم په وخت سمه پرېكړه كړې او ځېنې ضروري څانګې ئې پرانستې دي كومو كښې چې به د احتياط سره د كرونا وائرس مخنيوي وكړې شي او اولس ته به د روزګار موقعې په لاس ورشي۔۔ صدر داكټر عارف علوي ووئيل د کرونا وائرس څخه په رامخې ته شوي صورتحال كښې علماﺀ كرامو زيات مهم كردار لوبولے دے او د راتلونكې لائحه عمل لپاره به وزيراعظم او علماﺀ كرام په ګډه پرېكړه كوي٬ د توازن له مخې په روژه كښې په جوماتونو كښې تراويح په اړه حتمي پرېكړه به كولې شي۔ اولس مشر ووئيل د كرونا وباء مخنيوي نه پس زه باور لرم چې زمونږ قام به د وړاندې نه زيات قوي او د خوشحال قام په توګه رامخې ته شي۔ صدر ووئيل قام ته غږ كوم چې د لوي څښتن نه بخښنه اوغواړي او د دې وباء مخنيوي لپاره د نظم او ضبط څرګندونه وكړي۔ په دې موقع صدر د رېلوے پرمختګ لپاره د وفاقي وزير د هلو ځلو او د كار ستائنه كولو سره باور وركرو چې ايوان صدر به په دې لړ كښې خپله مرسته او ملاتړ روان ساتي۔