د شهباز شريف لخوا پېرا مېډیکل سټاف لپاره 1000 حفاظتي كټس د ګلګت بلتستان حكومت ته وركړې شول

اسلام آباد ۔ 5 اپرېل (اے پی پی) د مسلم لیګ ن صدر شهباز شريف لخوا پېرا مېډیکل سټاف لپاره 1000 حفاظتي كټس د ګلګت بلتستان حكومت ته وركړې شول۔ د اتوار په ورځ د ګلګت بلتستان اعلی وزير د ميډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د نواز شريف په هدايت لېږلې شوي دا كټس د ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن د اطلاعاتو صلاحكار ترلاسه كړل۔ اعلی وزير د كټس په عطيه كولو د شهباز شريف مننه كولو سره ووئيل دا كټس به د روغتيا څانګې ته وسپارلې شي