د روسيه درې مياشتې كښې د 6 زره وېنټي لېټرز جوړولو منصوبه

ماسکو۔ 5 اپرېل (اے پی پی) روسيه وئيلي دي چې راروانو درې مياشتو كښې د 6 زره وېنټي لېټرز جوړولو منصوبه لرؤ۔ په دې كښې به 5 سوه روانه مياشت كښې جوړ كړې شي۔ دا خبره د روسيه د صنعت او تجارت دوهم وزير سرګئی تسیب تېره ورځ خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د كورونا وائرس وباﺀ په نتيجه كښې د رنځورانو د شمېرې په زياتېدو د وېنټي لېټرز ضرورت هم سوا كېدې شي دې لپاره په راروانو درې مياشتو كښې د 6 زره وېنټي لېټر جوړولو منصوبه جوړه كړې شوې ده۔ كومو كښې به چې 5 سوه روانه مياشت كښې جوړولې شي