د دبئی قونصلېټ عمله پاكستاني كميونټي له راشن جمع كولو كښې بوخت ده۔ 2 زره سمندر پورې پاكستانيانو مرسته كړې۔ د اوورسيز وزارت

اسلام آباد ۔ 4 اپریل (اے پی پی) د دبئی قونصلېټ عملې پاكستاني كميونټي له د اوچ راشن بندوبست كړې دې۔ د اوورسيز وزارت په ټويټر اكاؤنټ وركړې شوي تفصيل كښې وئيلي شوي دي چې د دبئی قونصلېټ عمله پاكستاني كميونټي له راشن جمع كولو كښې بوخت ده او تر دې دمه 2 زره سمندر پورې پاكستانيانو مرسته كړې۔ اوورسيز وزارت په دې لړ كښې د قونصل جنرل دبئۍ احمد امجد هڅې ستائلې دي۔ اوورسيز وزارت دوحه قطر كښې هم زر تر زره د راشن جمع كولو اشاره وركړې ده۔