د بلوچستان اعلی وزير په مشرۍ كښې د بلوچستان كابينې د كورونا وائرس په اړه غونډه

کوئټه ۔ 06اپرېل ( اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير میر جام کمال خان په مشرۍ كښې د بلوچستان كابينې د كورونا وائرس په اړه خاص غونډه وشوه۔ غونډه كښې د كورونا وائرس څخه تحقظ ٬ د دې خپرېدو مخنيوي او د كورونا وائرس ځپليو رنځورانو درملنو له د پورته كېدونكو حكومتي ګامونو جاج واخستلې شو۔ په دې موقع چيف سېكتر فضېل اصغر كابينې ته د كورونا وائرس مخنيوي له د پورته كېدونكو ګامونو ٬ فوډ سېكورټي او مستحقو وګړو ته د راشن وركولو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل كوئټه كښې 4 او تفتان كښې يوه pcr ټېسټنګ لېبارټري ده۔ كوئټه او تفتان كښې 2777 ټېسټونه شوي۔ 192 مثبت راغلي ٬ 14 ورځې قرنطينه كښې ساتلو څخه وروستو د 61 وګړو ټېسټونه منفي راغلي۔ده ووئېل صوبه كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 130 ده۔ ده ووئيل كوئټه كښې په 50 اېكړه د ریلیف اېنډ اېمرجنسی مرکز جوړولو په منصوبه كار پېل كړې شوې۔ په انټر سټي او انټر پرونشنل پبلك ټرانسپورټ بندېز دے۔ مستحقينو ته رېليف وركولو له 76 کروړه 50 لكه روپۍ جاري كړې شوي۔ ده ووئېل د 7813 اولسي نمانئدګانو لخوا 7756 او د رفاحی ادارو لخوا 5814 كورنيو ته د يوې مياشتې راشن د دوئي كورونو ته رسولې شوې ۔ حكومت هره يوه حلقه كښې 3000 كورنيو ته د راشن رسولو كار پېل كوي۔ ده ووئېل د احساس کېش پروګرام ترسېوري لاندې د 2 لكه 30 زره كورنيو رجسټرېشن كېږي۔ غونډې ته ووئيلې شؤل پي ډي اېم اے چين څخه 60 زره حفاظتی كټس ٬ این۔95 ماسک او نور سامان اخستلې كوم به چې د سی۔ 130 الوتكې د لارې سبا رارسولې شي۔ حفاظتي كټس به په سمدستي توګه ډاكټرانو او طبي عملې ته وركولې شي