د برتانيه حكومت د روانې مياشت تر پائې هره ورځ د كرونا وائرس د يو لك ټېسټونو كولو اعلان وكړو

لندن 03 اپرېل (اے پي پي) د برتانيې حكومت د روانې مياشتې تر پائې هره ورځ د كرونا وائرس د يو لك ټېسټ كولو اعلان كړې ۔ د برتانيې د صحت وزير د كرونا وائرس ځپلو كسانو درك لګولو لپاره ګرد هېواد كښې په لويه كچه د ټېست كولو او د پنځه نكاتي پاليسۍ اعلان كولو سره وئيلي دي دا مهال هېواد كښې هره ورځ د لس زره كسانو ټېسټ كولې شي خو د روانې مياشتې تر پائ به دا شمېره يو لك ته رسولې شي۔ ده ووئيل د خلقو د وينې نمونې اخستو سره به ډېر زر د كرونا وائرس ټېسټونه پېل كړې شي۔د يادونې وړ ده د برتانيې د صحت وزير خپله يوه اوونۍ په قرنطينه كښئ تېره كړې ده ۔