د اېن دي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل محمد افضل ميډيا کو بريفنګ

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل محمد افضل وئيلي دي عملې ته حفاظتي سامان رسولې كېږي، په دريو ورځو كښې به نور سامان ولېږلې شي٬ وېنټي لېټرز او د لېب شمېره به زياتوٶ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم په موجودګۍ كښې ميديا ته د بريفنګ په مهال ده ووئيل د ديارلسم مارچ نه پس د اسلام آباد پشمول ټولو برخو څخه مونږ ته په تحريري توګه د سامان ډيمانډ رالېږلې شوې، د نورو لخوا وخت په وخت د ټېلي فون د لارې ډيمانډ راځي، ھغه هم وركړې شوې او د كوم خوا نه چې ډيمانډ نه راځي هلته د ډاكټرانو او طبي عملې د شمېرې له مخې د خپل اړخ نه د ضرورت له مخې د حفاظتي سامان اندازه لګولې شوې۔ ده ووئېل په دې لړ كښې په آئي سي يو كښې د كار كوٶنكې طبي عملې په تناسب سره سامان لېږلې شوې ۔ ده ووئيل پنجاب لپاره شپږ زره كسانو ته د سامان رسولو اندازه لګولې شوې او اتلس زره لپاره طبي سامان وركړې شوې، د دې نه علاوه د 56 سامان تيار دے كوم به چې په دريو ورځو كښې اړوندو روغتونونو ته اوسپارلې شي۔ جنرل محمد افضل ووئيل د سندھ صوبې لخوا په تحريري توګه د سامان ډيمانډ نه دې راغلې خو مونږ ورته د ډاكټرانو او طبي عملې د شمېرې په تناسب 9 زره عملې لپاره د سامان اندازه اولګولې شوه خو بيا د 15 زره عملې پشمول سامان وركړې شو۔ده ووئېل د نور سامان لېږلو هم انتظام شوې ، د سندھ 42 روغتونونه زمونږ په فهرست كښې شامل دي، دوي ته به هم په دريو ورځو كښئ سامان ورسولې شي۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن زياته كړه چې د خېبرپښتوانخوا لخوا پرون په وړومبي ځل په تحريري توګه ډيمانډ راغلې ، مونږ د دې نه وړاندې د خپلې اندازې له مخې لس زره اته سووه پي پي اېز لېږلي وو، نور سامان به په راتلونكو دوو ورځو كښې نيغ په نېغه روغتونونو ته ولېږلې شي۔ ده ووئيل د بلوچستان نه هم ډيمانډ نه ٶ راغلې، د هغه ځائ د طبي عملې د شمېرې په تناسب مونږ د دوه زره اندازه لګولې وه او اته زره كسانو له مو سامان ولېږلو ۔ده ووئېل دغسې د ګلګت بلتستان ډيمانډ د پنځه زره راغلې ٶ خو هلته مونږ 24 زره لېږلې او اوس څلور زره نور هم لېږو۔ ده ووئيل د اسلام آباد لپاره د 18 ډيمانډ ٶ چې پكښې اته زره وركړې شوي او نور شپږ زره به په راتلونكو دريو ورځو كښې وركړې شي۔ده ووئيل د آزاد جمو و کشمير لس زره ډيمانډ ٶ چې ورله 13 زره وركړې شوي او دوه زره سامان به نور لېږو۔ ده ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې دا مهال وېنټي لېټرز كم دي خو مونږ خپل ټاكلې هدفت د وفاق او صوبو په مرسته ترلاسه كړې ۔ ده ووئيل په 13م مارچ مونږ سره يوازې 14 لېبارټرۍ وي چرته چې د كرونا د ټېسټ انتظام كېدې شو، نن 22 لېبارټرۍ كار كوي او د 12 نورو لېبارټرو سامان صوبو ته لېږلې شوې ۔ ده ووئېل اضافي ليبارټريو لپاره هم انتظام شوې ، مونږ هڅه كوٶ چې لږ نه لړ د هر ډويژن په هېډكوارټر كښې د لېب سهولت وركرې شو۔ ده ووئيل يو لك ټسېټنګ كټس نن د شپې رارسيږي، د کټس د معيار تصديق لپاره د چېكنګ انتظام هم شوې ۔ ده ووئيل په دې كټس كښې به 35 زره سندھ ته، 15 زره بلوچستان ته ، 25، 25 زره خېبر پښتونخوا او پنجاب ته وركولې شي٬ سبا نه بله شپه به هم دوه لكه 35 زره نور كټس راورسيږي ۔ ده ووئيل د كټس نه علاوه هم اېن 95 ماسك پنجاب له 17 زره، سندھ له 8 زره ، خېبر پښتونخوا له 9 زره 700، بلوچستان له 6 زره 200، ګلګت بلتستان له 2 زره 750، د اسلام آباد روغتونونو لپاره يو زر او آزاد جمو و کشمير له 2800 وركړې شوي۔