د المان چانسلرې انجیلا میرکل دوه اوونۍ قرنطینه كښې د تيرولو نه پس يو ځل بيا خپلې ذمه وارۍ تر لاسه كړې

برلن 03 اپریل (اے پی پی) د المان چانسلرې انجیلا میرکل دوه اوونۍ په قرنطینه كښې د تيرولو نه پس يو ځل بيا خپلې ذمه وارۍ تر لاسه كړې۔نړيوالې ميډيا له مخې د المان حکومت وياند سټیفن سیبرټ يو خبرې کنفرنس كښې ووئيل د المان چانسلرې انجیلا میرکل قرنطینه كښې پاتې كيدو په مهال د کرونا وائرس 3 ټیسټ کړې كوم چې منفی راغلې وؤ ٬ د دغې نه پس اوس هغې دفتر څخه بيا كار پيل كړے۔ د المان چانسلره په 22 مارچ پخپله قرنطینه ته تللي وه كله چې په 20 مارچ هغې ته معلومه شوه چې د هغې يو ډاكټر ته کرونا وائرس لګيدلې كوم سره چې هغه په رابطه كښې وه او دغې نه پس هغې په كور كښې د قرنطینه په مهال د وډیو لنك د لارې حکومتی غونډې كولې