داخله وزارت هېواد كښې د كورونا وائرس مخنيوي له د پورته كړې شويو ګامونو په اړه راپور سپريم كورټ كښې جمع كړو

اسلام آباد ۔ 4 اپرېل (اے پی پی) داخله وزارت هېواد كښې د كورونا وائرس مخنيوي له د پورته كړې شويو ګامونو په اړه خپل راپور سپريم كورټ كښې جمع كړې دې۔ د خالي په ورځ ستره محكمه كښې د داخله وزارت لخوا جمع كړې شوي راپور كښې وئيلي شوي دي چې داخله وزارت هېواد كښې د كورونا صورتحال نظر كښې نيولو سره د روغتيا وزارت ٬ نېشنل سکیورټی ډویژن، ټولو صوبائي حكومتونو او نورو شراكتدارانو سره رابطه كښې دے۔ د کورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له د وفاقي پلازمينې اسلام آباد په شمول ټول هېواد كښې پوځ او نورې امنيتي ادارې په ځائې كړې شوي دي۔ دغسې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي په لړ كښې پاكستان كوسټ ګارډز ټولو سمندري جېټيز تږ راتږ له بند كړې دي۔ د هېواد په 8 هوائي مېدانونو د نېشنل سکیورټی کمېټۍ په سپارښتنه د ایئرپورټ چارواكو مرستې او لارښودنې له قانون نافذ كوؤنكو او نورو ادارو سره سره پوځ هم په ځائې كړې شوې دې۔ دې سره سره د قانون له مخې د روغتيا وفاقي وزارت د بلوچستان او نورو سټېك هولډرز په مرسته د پاكستان د زمكيزو ٬ سمندري او هوائي لارو څارنه كوي۔ د پاكستان ختيزې او لوئيديزې پولې د وباﺀ صورتحال تر ښه كېدو سيل كړې شوي دي۔ راپور كښې وئيلي شوي چې د روان كال اولنۍ نېټې 1م جنورۍ څخه تر دې دمه 9 لکھ 91 زره 337 مسافر بهر هېوادونو ته روان شوي او دومره موده كښې 13 زره 493 مسافر پاکستان ته راغلي دي د كومو چې په هوائي مېدان سكريننګ شوې۔ د داخله وزارت راپور كښې دا هم وئيلې شوي دي چې داخله وزارت کورونا له جوړ كړې شوي نېشنل کوآرډینېشن کمېټۍ او نېشنل کمانډ اېنډ کنټرول سېنټر كښې شامل دې كوم چې د روزانه په بنياد غونډې كوي۔ دې سره سره داخله وزارت اسلام آباد كښې د كورونا وائرس صورتحال او ددې خپرېدو مخنيوي له انتظامات هم كړې دي۔