حاجتمندو لپاره احساس راشن رابطه پلیټ فارم جوړ كرې شوې ، درخواست په rashan.pass.gov.pk جمع كيدې شي ، تر 4 ورځو د راشن په نه ترلاسه كيدو 4471 باندې اېس اېم اېس هم كېدې شي

اسلام آباد 03 اپریل (اے پی پی) احساس راشن رابطه پلیټ فارم د حاجتمندو لپاره په خاص توګه جوړ شوې ۔ميډيا له مخې د کرونا وائرس له امله د ځپلو كسانو په سمدستي توګه مرستې لپاره پروګرام پيل كړې شوې۔ احساس راشن رابطه پلیټ فارم هم په دې لړ كښې پيل شوې۔ چا ته چې هم د راشن ضرورت وي نو خپل درخواست دې په rashan.pass.gov.pk جمع كړي۔ كه هغوي ته د خواست جمع کولو نه پس په څلورو ورځو كښې راشن ترلاسه نه شو نو په 4471 اېس اېم اېس کولې شي او چارواكو سره رابطه وكړئ