جمهوریه چیك ، د ایمرجنسی موده تر 30 اپریل پراخه كړه

پراګ 08 اپریل (اے پی پی) جمهوریه چیك كښې د كرونا وائرس وباء خپريدو مخنيوي لپاره نافذ كړې ایمرجنسی تر 30 اپریل پراخه كړې شوې ۔ ایمرجنسی كښې پراختيا د پارلمان په غونډه كښې وكړې شوه۔ د جمهوریه چیك وزیر اعظم آندرج بیبیز ووئيل د بده مرغه صورتحال زيات خراب دے او دې لپاره دې پراختيا ته آخري هم نشو وئيلې۔ جمهوریه چیك د اروپائ ائتلاف غړے هيواد دے چرته چې آبادی 10.7 ميلونه ده او هلته د كرونا وائرس 4500 څخه زيات كيسونه راغلي دي