جاپان كښې د بيړي حات نافذ ، 990 بلیونه ډالره اقتصادی بحالۍ پیکیج اعلان

ټوکیو 07 اپریل (اے پی پی) جاپان كښې د کرونا وائرس وباء له امله د بيړي حالت نافذولو سره د 990 بلیونه ډالره اقتصادی بحالۍ پیکیج اعلان کړې شوي ۔د نهې په ورځ وزیر اعظم شنزو ایبے اعلان له مخې د بيړي حالت به تر 6 مئی په ځائې ساتلې شي۔ د بيړي حالت به پايه تخت ټوکیو پشمول د کرونا وائرس له امله ځپلې شوي په هغه 6 پرفیکچرا كښې هم يو ډول نافذ وي چرته چې د جاپان د مجموعي آبادۍ 40 فیصده آبادي ده۔ د جاپان وزیر اعظم شنزو ایبے د کرونا وائرس له امله ځپلې شوي هيواد معشیت بحالۍ او کاروبارنو له سهارا وركولو لپاره 108ټریلیونه ین(990 بلیونه ډالره) بحالۍ پیکیج اعلان هم كړې كوم چې د جاپان د مجموعي اقتصادی جی ډی پی 20 فیصده دے۔ په دې پیکیج كښې نيغ په نيغه مالیاتی خرڅونو لپاره 990 ټریلیونه ین اېښودلې شوي كوم چې د محموعي معشیت 7 فیصده دي