بنګله دېش كښې هره ورځ د كرونا وائرس 182 نوې كېسونه رامخې ته كېږي

ډھاکه 14 اپرېل (اے پي پي) بنګله دېش كښې هره ورځ د كرونا وائرس 182 نوې كېسونه رامخې ته كېږي۔ د ميډيا ذريعو له مخې د صحت وزير د آن لائن خبري كنفرنس په مهال ووئيل د كېسونو شمېره 803 ته رسېدلې او د تېرو 24 ساعتو په مهال 182 نوې كېسونه رامخې ته شوي۔ ده ووئيل هېواد كښې هره ورځ د كرونا وائرس په نوو كېسونو كښې اضافه كېږي۔ د صحت وزير ووئيل هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 1,570 كسانو د وينې نمونې د ټېسټ لپاره اخستې شوې دي