ایران كښې د 24 ساعتو په مهال د كرونا ښكار 133 كسان مرھ شوي، 2089 نوي كېسونه راپور شوي

تهران 07 اپرېل (اے پي پي) ایران كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا ښكار 133 كسان مړه شوي او 2089 نوې كېسونه رامخې ته شوي۔ د ميډيا راپورونو له مخې د ايران د صحت وزارت وياند له مخئ په يوه ورځ كښې 133 نور كسان مړه او دوه زره 89 نوي كېسونه رېكارډ شوي چې ورسره په هېواد كښې د مړو كسانو شمېره 3872 او د ځپليو شمېره 62589 ته رسېدلې۔ وياند له مخې تر اوسه 27039 كسان صحت مند شوي او د 3948 كسانو حالت اندېښمند دے