افغان حكومت نور 100 طالبان بنديوان خوشې كړل

کابل۔ 12 اپرېل (اے پی پی) د امریکا او طالبانو ترمينځھ د امن ډيل ترسېوري لاندې افغان حكومت زندانونو كښې بنديوان نور 100 طالبان خوشې كړې دي۔ د افغانستان د قومي سلامتيا كونسل تصديق كړې دې چې د ډيل له مخې زندانونو كښې بنديوان د افغان طالبانو يو بله ډله خوشې كړې شوې ده۔ دغسې د شورؤ ورځې څخه تر دې دمه په مجموعي توګه 300 بنديوان طالبان خوشې كړې شوي دي۔ دا خبره دې ياده وي چې لږې ورځې وړاندې د امريكا او طالبانو ترمينځھ افغانستان كښې امن په ځائې كولو له يو ډيل ته حتمي شكل وركړې شوې وو كوم كښې چې د نورو شرطونو سره سره د بنديوانو يو بل سره بدلول هم شامل وو۔ د افغان حكومت لخوا وئيلي شوي دي چې دا بنديوان د خېر سګالۍ جذبې له مخې خوشې كړې شوي دي ولې دې سره سره ددې سبب د كورونا وائرس نړيواله وباﺀ هم ده