اسلام آباد كښې د كرونا وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره د سپرے كولو سلسله دوامداره ده۔ اېن دي اېم اے

اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) د نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) لځوا په پايه تخت اسلام آباد كښې د كرونا وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره په بېلا بېلو سيمو كښې د سپرے كولو سلسله دوامداره ده۔ د جمعې په ورځ د خارجه وزارت او بي آئي اېس پي په دفترو كښې د وائرس په ضد سپرے وكړې شوه او د دې نه علاوه په شهزاد ټاٶن كښې هم په دوېمه ورځ د سپرے سلسله روانه ساتلې شوې