اسرائیل كښې د كرونا ځپليو شمېره زياتېدو سره 8 زره څخه زياته شوه۔ 46 كسان مړه

مقبوضه بېت المقدس ۔ 5 اپرېل (اے پی پی) اسرائیل كښې د كرونا ځپليو شمېره زياتېدو سره 8018 ته رسېدلې ده او تر دې دمه ددې وژونكي انفېكشن دلاسه 46 كسان مړه شوي دي۔ دا اطلاع د اسرائيل د روغتيا وزارت د اتوار په ورځ وركړې۔ د روغتيا وزارت وېنا وه چې په ټول هېواد كښې د خالي په ورځ 423 نوې كېسونه رامخې ته شوي وو چې ورسره دې انفېكشن څخه د ځپليو مجموعي شمېره 7851 وه او 43 كسان مړه شوي وو۔