اسرائیل كښې د كرونا وائرس رنځورانو شميره 10 زره څخه زياته شوه

تل ابیب 10 اپریل (اے پی پی) اسرائیل كښې د كرونا وائرس رنځورانو شميره 10 زره څخه زياته شوې دغسې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 93 ته رسيدلې۔ نړېوالې ميډيا له مخې د اسرائیل د روغتيا وزارت د اړخه د جمعې په ورځ جاري بيان كښې وئيلي شوي د كرونا وائرس رنځورانو شميره 10,095 ته رسيدلې چې پكښې د 163 رنځورانو حالت اندېښمن دے دغسې د كرونا وائس له امله د مړو شميره 93 ته رسيدلې ۔ده ووئيل 1,061 وګړي د كرونا وائرس ښه شوي هم دي۔