کرونا وائرس، وګړي بايد د خوراك څښاك او نورو څيزونو د ذخيره كولو نه ډډه وكړي۔ ټرمپ

واشنګټن 16 مارچ (اے پي پي) امريکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د کرونا وائرس خپرېدو له وګړو ته د خوراك څښاك او نورو څيزونو ذخيره كولو نه د ډډې كولو امر كولو سره وئيلي دي امريكائي عهدېدار او نور وګړي دې خپل ځان د كرونا وائرس نه بچو كولو لپاره بېړني ګامونه پورته كړي ۔ د امريكې خبر راسنې ادارې له مخې ډونلډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ كښې د خبري كنفرنس په مهال وګړو او عهدېدارو ته امر كولو سره ووئيل تاسو له د يو څيز هم د زيات اخستو حاجت نشته او نه پرېشانه كېږئ۔ ده باور وركړو چې په امريكا كښې به د خوراك څښاك سټورونه پرانستې وي۔ ده ووئيل انتظاميې د كرونا وائرس په خپرېدو قابو موندلې ۔ د امريكې نائب اولس مشر مائيك پېنس د خبري كنفرنس په مهال په وګړو زور رواړې چې ھغوي دې تر راتلونكې اوونۍ د ضرورت څيزونه واخلي۔ امريكائي اولس مشر دا بيان د طبي پوهانو د هغې بيان نه پس رامخې ته شوې كوم كښې چې ھغوي وئيلي دي 14 ورځو لپاره به په ګرد هېواد كښې شټ ډاٶن غوندې سخت اقدامات كول وي