ډاكټرانو او نورې طبی عملې له د ذاتی حفاظت سامان وركړې كيږي

اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) نيشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) د کرونا وائرس مخنيوي لپاره بيلو محکمو او روغتونونو ته حفاظتی سامان ورسولې دے۔ د نهې په ورځ د این ډی اېم اے وياند ووئيل ابتدائی پړاؤ كښې ډاكټرانو او نورې طبی عملې له د ذاتی حفاظت سامان ورسولې كيږي۔کرونا وائرس مخنيوي لپاره سامان كښې فیس ماسك، سرجیکل پګړۍ، حفاظتی سوټ، تھرمل ګنز، کاټن رول، ډیټول او نور سامان شامل دے۔ بلخوا دبئی او دوحه څخه 141 پاکستانیان تيره شپه راستانه شوي كوم چې د سکریننګ نه پس كورونه ته ليږلې شوي۔ بهر هيوادونو څخه راغلو دغو مسافرو كښې په يو كښې هم د کرونا وائرس علامات نه وو