چې پكښې د 588 كرونا ټېسټ مثبت راغلې او د 1912 ټېسټ منفي راغلې۔ د ډاكټر ظفر مرزا ټويټ

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي ګرد هېواد كښې د زيارت كوٶنكو پشمول 6589 كسان په قرنطينه كښې ساتلې شوي، چې پكښې د 588 كرونا ټېسټ مثبت راغلې او د 1912 ټېسټ منفي راغلې ۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده واضحه كړه چې د خپل كنفرنس په تناظر كښې دلته سمې شمېرې وړاندې كوم٬ ايران څخه د راستنېدونكو زيارت كوٶنكو پشمول شپږ زره 589 كسان په قرنطينه سنټرو كښې ساتلې شوي چې پكښې د 2500 نتيجو ته حتمي شكل وركړې شوې او په كښې د 588 كسانو د كرونا ټېست مثبت راغلې كوم چې په مجموعي توګه 24 فيصده جوړېږي او د 1912 كسانو منفي راغلې كوم چې په مجموعي توګه 76 فيصده دي۔