چين په كورونا وباﺀ قابو موندلو له د پاكستان مرسته كوي۔ پاكستان او چين ټول عمري يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوي دي۔ شاہ محمود قرېشی

اسلام آباد ۔ 28 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې چين په كورونا وباﺀ قابو موندلو له د پاكستان مرسته كوي۔ پاكستان او چين ټول عمري يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوي دي۔ ټول هېواد كښې د وېنټي لېټرز شمېره زياتوؤ۔ ده د خالي په ورځ په اسلام آباد ائير پورټ ميډيا سره خبرې كولې۔ خارجه وزير د چين لخوا رالېږلې شوې د مرستې سامان ترلاسه كړو۔ خارجه سېكتر سهېل محمود او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل او پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ هم په دې موقع موجود وو۔ خارجه وزير ووئيل د چينائي طبي پوهانو مرستې سره به د كورونا مقابله كولو كښې مرسته ترلاسه شي او په دې وباﺀ قابو موندلو له به زمونږ د كار استعداد زيات شي۔ خارجه وزير د پاكستان حكومت او اولس لخوا په نړيوال وبائي چېلنج قابو موندلو له د پاكستان په مرسته كولو د چين حكومت او اولس خاص مننه وكړه۔ ده ووئيل چين يو وارې بيا ثابته كړې ده چې چين د پاكستان غوره ملګرې دې۔