پي اېس اېل كښې به ﴿نن﴾ د لاهور قلندرز او کوئټھ ګلیډی اېټرز سيالي كېږي

اسلام آباد 02 مارچ (اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ ترسېوري لاندې په 5م پاکستان سپر لیګ﴿پي اېس اېل﴾ كښې ﴿نن﴾ د نهې په ورځ نور دوه مېچونه كېږي په كومو كښې به چې د لاهور قلندرز او كوئټه ګلېډي اېټرز لوبډلو ترمينځھ په قذافي سټېډيم لاهور كښې سيالې كېږي ۔ دا مېچ به د شپې 7 بجې پېل كېږي ۔ د لیګ 16م مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د لاهور قلندرز او كوئټه ګلېډي اېټرز لوبډلو ترمينځھ قذافي سټېډيم كښې كېږي۔ د لاهور قلندرز مشري سهېل اختر او د كوئټه ګلېډي اېټرز سرفراز احمد كوي۔ لاهور قلندرز په ليګ كښې درې مېچونه كړي او درې واړو كښې ماتې سره مخ شوې۔ د ليګ 6 لوبډلو كښې اسلام آباد یونائیټډ، کوئټھ ګلېډی اېټرز، کراچی کنګز، لاهور قلندرز، پشاور زلمی او ملتان سلطانز شامل دي۔ ليګ كښې به د فائنل په شمول ټول 34 مېچونه كولې شي۔ د ليګ 14 مېچونه به لاهور ٬ 9 كراچۍ ٬ 8 پنډۍ او 3 ملتان كښې كېږي