پولینډ كښې د صدارتی ټاكنو ځنډولو څخه انکار نه شي كيدې، د كونيو چارو دوهم وزير

وارسا 14 مارچ (اے پی پی) د پولینډ د كورنيو چارو دوهم وزیر پیویل سیزنکر وئيلي دي چې د كرونا وائرس په وجه په مئی كښې كيدونكو صدارتي ټاكنو ځنډولو څخه انكار نه شي كيدې ، تر اوسه دا ډول پركړې نه دي شوي۔ د برتانيې خبررسنې ادارې سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پولینډ كښې 2 مياشتې پس ټاكنې كيدونكي دي خو نن هم د ټاكنو په اړه څوك سوچ نه كوي ، ټول د دې وبا مخنيوي په سوچ كوي۔دا خبره دې ياده وي چې تر اوسه پولینډ كښې 2 كسان د کرونا وائرس له امله مړه شوي۔