په اېچ بي اېل پي اېس اېل كښې به نن د لاهور قلندرز او اسلام آباد يونائيټډ ترمينځھ مقابله وي

اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ تر سېوري لاندې پنځم پاكستان سپر ليګ كښې به (نن) د شورو په ورځ لاهور قلندرز او اسلام آباد يونائيټډ لوبډلې په قذافي لوبغالي كښې يو بل ته مخامخ كېږي٬ مېچ به ډے نائټ وي۔ تفصيلاتو له مخې د پي اېس اېل مېله په ګرد هېواد كښې پېل شوې ده او د كركټ مينه وال د مېچونو نه خوندونه اخلي۔ د ليګ په 17م مېچ كښې به (نن) د شورو په ورځ د لاهور قلندرز لوبډله د سهېل اختر په مشرۍ كښې مېدان ته وځي او د اسلام آباد يونائيټډ سره به ئې مقابله وي۔ د يادونې وړ ده چې لاهور قلندرز تراوسه په سپر ليګ كښې يو مېچ كښې نه دې بريالې شوې