په ادلب ولايت كښې د جنګ بندۍ په لوظنامه عملدرآمد نه كېږي۔ روس

ماسکو 16 مارچ (اے پي پي) روسيه وئيلي دي د سوريې په ادلب ولايت كښې د عسكريت خوښو٬ روسيه او تركيه د جنګ بندۍ په لوظنامه عملدرامد نه كېږي۔ د روسيه د خارجه وزرات لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزارت وئيلي دي په ادلب كښې د عسكريت خوښو ځوابي كاروائۍ روانې دي۔ په سوريه كښې په اړي ګړي كښې كمي لپاره د روسيه او تركيه ترمېنځه په 5م مارچ د شوې لوظنامې له مخې د دواړو هېوادونو عسكر به د ادلب په اېم 4 هائي وے به دواړو اړخونو ته سېكورټي كوريډور جوړوي او شريكه ګزمه به هم كوي۔ د اتوار په ورځ د وګړو او ياغيانو لخوا د جنګ بندۍ د لوظنامې په مخالفت دواړو هېوادونو خپله شريكه ګزمه مختصر كړې ده