پخواني نړيوال چېمپيئن قمر زمان د اعظم خان په مړينه خواشيني اوښودله

اسلام آباد ۔ 29 مارچ (اے پی پی) د پاكستان سکواش فېډرېشن دوهم صدر او پخواني نړيوال چېمپين قمر زمان د سكواش پخواني نوموړي لوبغاړي او څلور وارې د برټش اوپن چېمپين اعظم خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے اروښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔