پاکستان به د چینائي ډاکټرانو د تجربې او پوهې څخه بشپړه استفاده وكړي،ډاکټر فردوس عاشق اعوان ټویټ

اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د كرونا چیلنج مخنيوي لپاره طبی آسانيو ، سامان او د ډاکټرانو په راليږلو د لوئ ملګرې چين مننه كوو، چین چې څنګه په ښه نظم او ضبط سره په دې وباء قابو موندلې هغه نړۍ لپاره يو مثال دے،پاکستان به د چینائي ډاکټرانو د تجربې او پوهې څخه بشپړه استفاده وكړي۔ د جمعې په ورځ ډاکټر فردوس عاشق اعوان پھ خپل يو ټويټ كښې ووئيل په دې سخت وخت كښې د يو بل ملاتړ كول د ښه ورورولۍ ژوندې مثال دے، د دواړو هيوادونو اولسونه په دې ملګرتيا وياړ لري۔ دې ووئيل پاکستان معاشی پرمختګ لپاره كه مرسته وي يا د كشمير مسئله چين زمونږ د اصولی موقف مرسته كړې ،چین عمر له د پاکستان او اولس هيلې تر سره كړې دي