وفاق، صوبې او د روغتيا وزارت ټولې اړوندې ادارې په بېړني بنيادونو ګامونه پورته كوي۔

APP34-03 ISLAMABAD: May 03 - Minister of State for National Health Services Dr Zafar Mirza addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد ۔ 16 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د قامي چېلنج مقابلې له چمتو يؤ۔14 لېبارټرو ته د كورونا وائرس ټېسټ آسانۍ وركړې شوي ۔ وفاق، صوبې او د روغتيا وزارت ټولې اړوندې ادارې په بېړني بنيادونو ضروري ګامونه پورته كوي۔ د اولس ساتنې له ګرد هېواد كښې د وزارت عمله 24 ساعته كار كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اېمرجنسي كور ګروپ غونډه كښې وكړه۔ غونډه كښې د اېن آئي اېچ اېګزېکټو ډائرېکټر مېجر جنرل عامر اکرام او د پاک پوځ نمائندګانو ګډون كولو۔ غونډه كښې د بدلېدونكي صورتحال جاج واخستې شو۔ غونډه كښې خپلو خبرو كښې ډاكټر ظفر مرزا ووئيل وفاق، صوبې او د روغتيا وزارت ټولې اړوندې ادارې په بېړني بنيادونو ضروري ګامونه پورته كوي۔ د اولس ساتنې له ګرد هېواد كښې د وزارت عمله 24 ساعته كار كوي۔ 14 لېبارټرو ته د كورونا وائرس ټېسټ آسانۍ وركړې شوي ۔ حكومت خپلې ذمه وارۍ په غوره ډول ترسره كوي۔ قامي يووالي سره په قامي اېكشن پلان عملدرآمد كېږي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو څخه راتلونكي پروازونه تر لاهور ٬ اسلام آباد او كراچۍ محدود كړې شوي۔ د لاهور، اسلام آباد او کراچۍ په هوائي مېدانونو د سكريننګ نظام لا فعاله او مضبوطولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت دې د روغتيا نړيوالې ادارې په جاري كړو احتياطي تدبيرونو عمل وكړي۔ ده ووئيل چا چې اوس اوس د بهر هېواد سفر كړې وي هغه دې ټوخي ٬ تبه يا ساه اخستو كښې د تكليف په صورت كور كښې پاتې كېدو سره ډاكټر يا د روغتيا وزارت په هلپ لائن 1166 رابطه وكړي۔ ده ووئيل راځۍ چې مونږ ټول په ګډه د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له لوظ وكړو او يقينا ً مونږ په پرې قابو اومومو۔ ده ووئيل د روغتيا وزارت ٬ صوبائي حكومتونه او اړوندې ادارې د كورونا وائرس مخنيوي له هائي الرت دي او صحتمند پاكستان له كرونا څخه ېرېدل نه د دې مقابله كول دي