وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كرونا وائرس چېلنج له مخې په بېلا بېلو څانګو كښې د پورته كړې شوو اقداماتو په اړه غونډه

اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان امر وكړو چې ګرد هېواد كښې د خوراك څښاك څيزونو دې خاص نظر وساتلې شي ٬ دا خبره دې باوري كړې شي چې د هېواد په يوه برخه كښې د اوړو٬ دالونو، ورېژو، غوړو او د چينۍ او داسې د نورو بنيادي څيزونو كمې رامخې ته نشي، د وفاق او د اوړوند صوبائي چاوراكو پشمول دې خاص كمېټي جوړه كړې شي كومه چې د خوراك صورتحال په اړه په روزانه بنياد جاج واخلي او سفارشات وړاندې كړي۔ د ګل په ورځ وزیراعظم عمران خان د كرونا وائرس چېلنج مخنيوي له مخې د بېلا بېلو څانګو لخو د پورته كړې شوې ګامون په خاص توګه د صنغت و تجارت، تعمیراتو، توان او په خاص توګه په دې سخته وضعه كښې د غربت ښكار كولو د ريليف وركولو په اړه د پورته كړې شوې اقداماتو په اړه د پورته كړې شوې اقداماتو په اړه د لوړې كچې غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د اقتصادي چارو وزير حماد اظهر، د توان وزير عمر ایوب خان، د نېشنل فوډ اېنډ سېكورټي وزير مخدوم خسرو بختیار، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبد الحفیظ شيخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داوَد، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د سماجي تحفظ خاص مرستياله ډاکټر ثانیه نشتر او توان سلاحكار نديم بابر ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د مركزي بانك ګورنر رضا باقر او اړوند د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د موجوده صورتحال په تناظر كښې بې وسه ټولنې ته د ريليف وركولو په اړه د پورته كړې شوو ګامونو په اړه ډاكټر ثانیه نشتر وزیراعظم ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې تر ممكنه حده د صنعتي هلو ځلو جاري ساتلو په اړه په پورته شوو اقداماتو تفصيلي خبرې وشوې۔ غونډه كښې د تجارت سلاحكار ووئيل د وزيراعظم د هدايت له مخې د لويو كارخانو مالكانو ته امر شوې چې د كار كوٶنكو ملازمانو تنخاګانې باوري كړي۔ د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې د ملازمانو تحفظ لپاره اقداماتو ته د شريك مشاورت د لارې حتمي شكل وركړې كېږي۔ په غونډه كښې د تعميرات څانګې په اړه د حكومت لخوا په مراعاتو او اقداماتو هم تفصيلي غور اوشو۔ د وزیراعظم په امر په دې سخت وخت كښې د كرونا وائرس ريليف فنډ كښې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو او د هېواد دننه د شمندو د شموليت په تګلاره د مركزي بانك ګورنر بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم د مركزي بانك ګورنر ته امر وكړو چې په دې لړ كښې اړوند ادارو سره د شريك مشاورت نه پس ټول تفصيلات او تګلاره تر سبا وړاندې كړي۔ په غونډه كښې د توان څانګې د اړوندو معاملو او په خاص توګه د موجوده صورتحال په تناظر كښې د هېواد او د اولس د مفادو تحفظ لپاره تر اوسه د پورته كړو اقداماتو په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ په غونډه كښې د غنمو لو موسم له مخې د غنمو لو سره د تړلې خلقو په تګ راتګ كښې آسانيو اقداماتو ته دې زر تر سره حتمي شكل وركړې شي٬ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې معيشت روان ساتلو لپاره به د مطلوبه صنعتونو فهرست مرتب كولې شي كومې لپاره چې به د حكومت لخوا ضروري سهولت وركولې شي دغسې چې صنعتي عمل لږ نه لږ اوځپلې شي۔ د اقتصادي چارو وزير ووئيل د اوسني صورتحال له مخې 93 نړيوال اېن جي اوز ته هېواد كښې شپږ مياشتو لپاره د كار كولو اجازه وركړې شوې او د نور 53 ادارو په درخواستونو غور روان دے په كومو به چې ډېر زر پرېكړه وكړې شي۔ دا پرېكړه دې لپاره شوې ده چې نړيوال اېن جي اوز ته په دې سخت وخت كښې د خېرښګړې په كارونو كښې هېڅ ډول ستونزې رامخې ته نه شي۔ وزیراعظم د نېشنل فوډ سېكورټي وزارتِ ، د صنعت وتجارت، اقتصادي چارو او د خزانې وزارت ته امر وكړو چې په دې ادارو كښې دې د پوهانو پشمول تهنك ټېنك جوړ كړي كوم چې به په روزانه بنياد د صورتحال جاج اخلي او ضروري اقداماتو لپاره دې سفارشات وړاندې كړي۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزیراعظم ووئيل نن هېواد يو داسې صورتحال سره مخ دے چې په ماضي كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل په دې سخته وضعه كښې حكومتي ادارو له لا فعاله كردار لوبولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل حكومت به ھغه ټول ګامونه پورته كوي چې ورسره اولس او هرې څانګې ته په دې سخت وخت كښې ممكنه ريليف وركړې شي۔ وزیرِاعظم ووېيل كرونا سره سره د غربت غوندې لوې چېنلج هم رامخې ته دې۔ ګرد هېواد كښې د خوراك څښاك څيزونو دې خاص نظر اوساتلې شي ٬ دا خبره دې باوري كړې شي چې د هېواد په يوه برخه كښې د اوړو٬ دالونو، ورېژو، غوړو او د چينۍ او داسې د نورو بنيادي څيزونو كمې رامخې ته نشي، د وفاق او د اړوندو صوبائي چاوراكو پشمول دې خاص كمېټي جوړه كړې شي كومه چې د خوراك صورتحال په اړه په روزانه بنياد جاج واخلي او سفارشات وړاندې كړي