وزیراعظم عمران خان د روانې ستونزې په مهال د ذخيره اندوزۍ كوؤنكو په ضد د سختې كارروائۍ كولو هدايت كړې۔ اولس ته د خوراك څښاك څيزونو پرله پسې رسنه باوري كولو په مهال د رضاکار کورونا یوتھ ټائیګر فورس او خبريالانو تحفظ له موبائل اېپلی کېشن (نن) د ګل په ورځ جاري كولې شي۔ د كورونا وائرس يوازنې علاج احتياط دې۔ كورونا وائرس په معيشت هم اغېز لري۔ دا د سياست وخت نه دې ٬ د وفاقي حكومت پېكج ټولو صوبو لپاره دې۔ قامي سوچ او يو والي سره د دې ستونزې مقابله كولې شؤ۔ ګلګ بلتستان ٬ آزاد كشمير او اسلام آباد كښې كار كوؤنكو طبيبانو او طبي عملې ته ددوئي تحفظ له حفاظتي سامان وركړې شوې دې۔ د ميډيا كسانو ته به هم دا سامان ډېر زر وركړې شي۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د تحريك انصاف كور كمېټۍ غونډې څخه وروستو ميډيا بريفنګ

اسلام آباد ۔ 29 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د روانې ستونزې په مهال د ذخيره اندوزۍ كوؤنكو په ضد د سختې كارروائۍ كولو هدايت كړې۔ اولس ته د خوراك څښاك څيزونو پرله پسې رسنه باوري كولو په مهال د رضاکار کورونا یوتھ ټائیګر فورس او خبريالانو تحفظ له موبائل اېپلی کېشن (نن) د ګل په ورځ جاري كولې شي۔ د كورونا وائرس يوازنې علاج احتياط دې۔ كورونا وائرس په معيشت هم اغېز لري۔ ددې خيالاتو څرګندونې دې د اتوار په ورځ د تحريك انصاف كور كمېټۍ غونډې څخه وروستو ميډيا بريفنګ كښې وكړه۔ دې ووئيل غونډه كښې په وبائي رنځ قابو موندلو له د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حکومت لخوا د پورته كړې شويو ګامونو جاج واخستې شو۔ وزیراعظم عمران خان د ګوند مشرتابه ته باور وركړو چې د پاكستان په شمول ټوله نړۍ دې ستونزې سره مخ ده۔ وزیراعظم د ګوند مشرتابه د كشمير او ګلګت بلتستان په شمول د څلورو واړو صوبو لخوا په دې اړه ډېټا کولېکشن اقداماتو ٬ جاج او د عملدرآمد تګلارې څخه خبر كړه۔ ده ووئيل چې د كورونا وائرس څخه بچ كېدو له دې په احتياطي تدبيرونو لا عمل وكړې شي۔ ده د ګوند مشرتابه ته ووئيل چې په اولسي كښې په دې اړه شعور او د ذمه وارۍ احساس پېدا كړي۔ خاص مرستيالې ووئيل د لاك ډاؤن صورتحال دلاسه ګډز ټرانسپورټ ځپلې شوې دې۔ مزدوران بې روزګاره شوي دي۔ دوئي ته د خوراك سامان رسول يو لوئے چېلنج دے او ددې ذمه واري قبلول د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم په دې اړه وړاندېزونه غوښتلې دي۔ وزيراعظم د دې چېلنج مقابلې له د ځوانانو خپل ښي لاس جوړولو پرېكړه كړې ده۔ دې ووئيل اولس ته د خوراك سامان پرله پسې رسنه باوري كولو تګلاره به وزيراعظم پخپله د ګل په ورځ اعلان كوي۔ دې ووئيل كومو كورونيو ته چې د بي آئي پي د لارې مرسته ترلاسه كېږي هغوي به دې دې پروګرام كښې شاملولې نه شي۔ د پنجاب اعلی وزير خپل بريفنګ كښې ووئيل د پنجاب 300 صوبائي حلقو كښې هر يوه حلقه كښې به 8 زره كورونيو سره مرسته كولې شي۔ راشن لپاره 10 اربه روپۍ فنډ بېل كړې شوې دې۔ 25 لکھ كسانو ته به د مرستې رقم وركولې شي۔ پنجاب كښې به 8 لېبارټرۍ روزانه 3200 ټېسټونه كوي۔ پنجاب كښې به د كورونا درملنې كوؤنكو طبيبانو ته د يوې مياشتې اضافي تنخا وركولې شي۔ د فرض ترسره كولو په مهال شهيد شوي ډاكټر ته به د كورونا شهيد برابر پېكج وركولې شي۔ خاص مرستيالې ووئيل د خېبر پختونخوا حكومت د 11 ارب 40 كروړه روپو پېكج اعلان كړې دې۔ 10لکھ كورنيو ته به 2 زره روپۍ د مياشتې وركولې شي۔ وزیراعظم باور وركړو چې دا وخت د سياست نه دې۔ د وفاق پېكج د ټولو صوبو دې۔ قامي سوچ او يو والي سره ددې چېلنج مقابله كولې شؤ۔ دې ووئيل ګلګ بلتستاان ٬ آزاد كشمير او اسلام آباد كښې كار كوؤنكو طبيبانو او طبي عملې ته ددوئي تحفظ له حفاظتي سامان وركړې شوې دې۔ د ميډيا كسانو ته به هم دا سامان ډېر زر وركړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل كراچۍ څخه د هېواد نورو ښارونو ته تلونكو ګډز ټرانسپورټ ته آسانۍ وركولو له به هم ګامونه پورته كړې شي