وزير اعظم پاك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې د 50 بسترو د كرونا وائرس د آئسولېشن سنټر دوره هم وكړه

اسلام آباد 26 مارچ (اے پي) وزيراعظم عمران خان د كرونا وائرس وباء له مخې په اسلام آباد كښې د متعدي رنځونو نه بچ كېدو او درملنې لپاره د 252 بسترو د آئسولېشن روغتون د بنياد تيګه كېښوده وزيراعظم د زيارت په ورځ پاك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې د 50 بسترو د كرونا وائرس د آئسولېشن سنټر دورې د متعدي رنځونو د روغتون د بنياد تيګه اېښې ده۔ د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اي) چيئرمېن لېفټيننټ جنرال محمد افضل وزيراعظم ته منصوبه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې دا روغتون به نېشنل انسټيټيوټ آف هېلت سره نزدې په 40 کناله زمكه به د سټيل سټركچر كارولو سره د چين په معانت روغتون نزدې په يوه نيمه مياشت كښې بشپړولې شي٬روغتون كښې به لېب او د ډائيګناسټك سنټر٬ تشخيص٬ او د درملنې پشمول ټولۍ جديدې آسانۍ ترلاسه وي۔ په دې موقع قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا، د اېف ډبليو ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال کمال اظفر، د اسلام آباد چيف کمشنر عامر احمد علي او پاکستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ هم موجود وٶ۔ وزيراعظم دا منصوبه مهمه ګرځولو سره د دې ستائنه وكړه۔ د بريفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيل شول دا روغتون به د چين حكومت په معاونت جوړولې شي او چين نزدې 40 لك ډالره معاونت كړې٬دغسې په روغتون كښې به ډاكټرانو او طبي عملې لپاره د استوګنې هم انتظام وي۔ په دې موقع وزير اعظم پاك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې د 50 بسترو د كرونا وائرس د آئسولېشن سنټر په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم په کرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره د آئسوليشن سنټر د بېلا بېلو برخو جاج واخستو او هېواد كښې د كرونا وائرس مخنيوي په اړه ئې د آئسوليشن سنټر جوړولو ستائنه وكړه۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن وزيراعظم د كرونا وائرس مخنيوي لپاره د ضروري طبي آلات او نور ضروري سامان باوري كولو په اړه هم خبر كړو۔