وزيراعظم عمران خان په ډېره غازي خان كښې د قرنطينه مرکز دوره وكړه

APP48-18 DG KHAN: March 18 - Prime Minister Imran Khan visiting quarantine center. APP

ډېره غازي خان 18 مارچ (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان د شورو په ورځ په ډېره غازي خان سنټرل کنټرول روم كښې ايران څخه د راستنو شوو زائرينو لپاره د جوړ كړې قرنطينه مرکز دوره وكړه۔ وزيراعظم قرنطينه مركز ته لاړ او د انتظاماتو ئې جاج واخست او د زيارت كوٶنكو په اړه ئې معلومات تر لاسه كړل او د هغوي خېريت ئې وپوښت۔ په دې موقع قرنطينه كښې زائرينو وزيراعظم خبر كړو چې مونږ د قرنطينه د انتظامات او د انتظاميې په ښو اخلاقو د اطمينان څرګندونه كوٶ۔ دوي ووئيل د انتظاميې اهلكار زمونږ خيال ساتي٬ مونږ ته هر وخت داروګان٬ خوراك٬ پاكې بړستنې او نور څيزونه راكوي٬ زائرينو د ”وزيراعظم عمران خان زنده باد” چغې هم اووهلې۔ په دې موقع د پنجاب اعلېٰ وزير عثمان بزدار، د قامي صحت سلاحكار ډاکټر ظفر الله مرزا، اټارني جنرل خالد جاوېد خان، د نېشنل هېلت سروسز اېنډ رېګولېشنز سېكتر ٬ د ډرېپ سي اي او عاصم رؤف او نور چارواكي هم وزيراعظم سره وو