وزيراعظم عمران خان سره د پېښور زلمي چيئرمېن جاوېد آپريدي او د پېښور زلمي كپتان ډېرن سيمي وليدلي

APP63-04 ISLAMABAD: March 04 - CEO Peshawar Zalmi Javed Afridi and team members Darren Sammy and Hashim Amla called on Prime Minister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پېښور زلمي چيئرمېن جاوېد آپريدي او د پېښور زلمي كپتان ډېرن سيمي د شورو په ورځ ليدلي٬ په دې موقع د ېپښور زلمي هېډ كوچ محمد اكرم او بېټنګ مېنټور هاشم آمله هم موجود ٶ۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د پاکستان په اعزازي شهريت ترلاسه كېدو ډېرن سيمي ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم ډېرن سيمي مخاطب كولو سره ووئيل پاكستان كښې د نړيوال كركټ بحالۍ كښې ستاسو كردار د ستائنې وړ دے ۔ وزيراعظم پاکستان كښې د سوئيلي افريقې لوبغاړي او د پېښور زلمي مېنټور هاشم آمله هم هركلے وكړو۔ ده ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې ټول پي اېس اېل پاكستان كښې كېږي٬ خلق هم خوشحاله دي۔ ده ووئيل د پي اېس اېل په ټولو مېچونو كښې د شائقينو په لويه شمېره موجودګي او جوش او ولوله د ډاډ وړ ده٬ دا ټولې نړۍ ته د پاكستان مثبت پېغام دے۔ وزيراعظم عمران خان پاکستان كښې د نړيوال كركټ په بحالې كښې د پېښور زلمي او ډېرن سيمي د كردار ستائنه