وزيراعظم عمران خان د پنجاب چيف سېكتر او آئي جي ته د ذخيره كوٶنكو٬ ناجائز منافع خورو رامخې ته كولو او هغوي انصاف سره د مخ كولو امر وكړو

APP37-10 ISLAMABAD: March 10 – Special Assistant to PM on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Sadia Haideri

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د پنجاب چيف سېكتر او آئي جي ته د ذخيره كوٶنكو٬ ناجائز منافع خورو رامخې ته كولو او هغوي انصاف سره د مخ كولو امر كړې ٬ په دې سخت وخت كښې به ذخيره كوٶنكي بې نقابه كولې شي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ډاکټرفردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان په ډېره غازي خان كښې د قرنطينه مرکز دوره كړې او د زيارت كوٶنكو په اړه ئې معلومات تر لاسه كړي او د هغوي خېريت ئې پوښتلې او پنجاب كښې د كرونا وائرس صورتحال په اړه ئې د غونډې مشري كړې۔ د پنجاب چيف سېكتر صوبه كښې د كرونا وائرس په صورتحال وزيراعظم ته بريفنګ وركړې۔ په دې موقع وزيراعظم امر كړې چې هر ورځ دې په ټاكلې وختونو كښې اولس خبر اوساتلې شي۔ دې ووئيل وزيراعظم په دغه موقع ووئيل اولس ته دې هر ډول آسانۍ وركولو لپاره ممكنه ګامونه پورته كړې شي او په دې لړ كښې ما مستقل خبر اوساتئ٬ د پناه ځايونو كښې ډېلي وېجز ته آسانۍ وركولو سره سره د دوي د سكريننګ د اتنظاماتو هم امر وكړې