هند كښې د كرونا وائرس له امله يو كس مړ، د 20 كليو څلوېښت زره وګړي قرنطينه كړې شول

نوے ډيلے 27 مارچ (اے پي پي) هند كښې د كرونا وائرس له امله يو كس مړ شوې، د وائرس اندېښنې له مخئ د 20 كليو څلوېښت زره سره وګړي قرنطينه كړې شوې دي۔ د ميډيا راپور له مخې د هند په پنجاب صوبه كښې يو 70 كلن بلديو سنګه د كرونا وائرس له امله مړ شوې۔ چارواكو له مخې دا كس يو مياشت وړاندې د اټاليې او د المان د سفر نه راستون شوې ٶ او طبي چارواكو لخوا د آئسولېشن امر نظر انداز كولو سره ده د سكهانو په يو تهوار كښې ګډون هم كړې ٶ، هند كښې تر اوسه د كرونا وائرس د 640 تصديق شوې دې چې پكښې د 30 كسانو تعلق پنجاب څخه دے۔ طبي چارواكو اندېښنه څرګنده كړې ده چې د وائرس څخه د ځپليو كسانو شمېره د دې نه ډېره زيات كېدې شي او صورتحال د قابو نه بهر كېدو سره د يو ارب درېش كروړه نه د زياتې آبادۍ په دې كښې تباهي خپرېدې شي