مېرمنې ټولنه كښې د يوې اثاثې حېثيت لري۔ وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم

اسلام آباد ۔ 8 مارچ (اے پی پی) د قانون وفاقي وزير بېرستر فروغ نسيم وئيلي دي د مېرمنو حېثيت ټولنه كښې د يوې اثاثې دې۔ د مېرمنو نړيوالې ورځې په مهال مېرمنو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ مېرمنې د نوي نسل تربيه كولو سره سره د پاكستان پياوړتيا له هم كار كوي۔ د اتوار په ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې ده ووئيل د مور ٬ خور او لور نه واخله تر ډاكټر ٬ انجينئر ٬ استاذ كېدو د ژوند هره يوه څانګه كښې مېرمن خپل كردار لري۔ مېرمنو ثابت كړې چې دوئي هر يو كار كولې شي۔ زمونږ فرض دي چې مېرمنو ته يو برابر موقعې وركړو دغسې چې دوئي بدلون راوستلو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ مېرمنې د جنسي تېرو څخه ساتلو له چاپېرچل جوړول زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل انفورسمېنټ آف وېمېنز پراپرټی رایئټز اېکټ مېرمنو ته ددوئي حقونو وركولو پلو يو مهم ګام دے۔ اوس به مېرمنې جائيداد كښې ددوئي قانوني او شرعي حق څخه څوك محروم كولې نه شي۔ په مالي توګه خپلواكه مېرمنې د تشدد او استحصال څخه د بچ كېدو صلاحيت لري۔ زمونږ حكومت او د قانون وزارت به د مېرمنو مالي خپلواكۍ له كار كوي۔ ده ووئيل مونږ به د مېرمنو ژوند پياوړې جوړولو له ټولې هڅې روانې ساتو او كه د مېرمنو آواز غلې كړې شو نو مونږ به ئې غږ جوړ شؤ