مېجر جنرال (ر) محمد اكرم ساهي د اعظم خان په مړينه خواشيني اوښودله

اسلام آباد ۔ 29مارچ (اے پی پی) د پاکستان اتھلېټکس فېډرېشن صدر مېجر جنرال (ر) محمد اكرم ساهي د سکواش پخواني نړيوال لوبغاړي اعظم خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل د سكواش لوبې ته وده وركولو له به د ارواښاد خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اعظم خان 4 ځله برټش اوپن كښې كاميابي ترلاسه كړې وه۔ اعظم خان تېره ورځ لندن كښې په حق ورسېد۔ دده عمر 95 كاله وو