مسلم ليګ (ن) تر درې لسيزو صوبه كښې د حكومت كولو باوجود له بده مرغه اولس ته آسانۍ وركولو له كوم معياري روغتون جوړ نه كړو۔ شهباز شریف دې ځان سياست كښې ژوندې ساتلو له د اولس بې لارې كولو حركتونو څخه ډډه وكړي۔ سمندر پورې پاكستانيانو ټولو عمري قوم جذبې سره هېواد ستونزو څخه ويستلو له د اولني صف كردار ترسره كړې دې۔ د ډاكټر فردوس عاشق اعوان د نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې خاص خبرې

اسلام آباد ۔ 29 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان پنجاب كښې د روغتيا په شمول نورو څانګو ته پام نه كولو سره د پخواني اعلی وزير شهباز شريف او د مسلم ليګ نون حكومت په بې پرواھۍ د غم او غصې څرګندونه كولو سره وئيلي دي اولس په اوسنۍ وباﺀ كښې د روغتونونو په شمول د روغتيا بېلو ادارو كمي دلاسه آسانيو ترلاسه كولو كښې سخت تكليف سره مخ دي۔دې ووئيل مسلم ليګ (ن) تر درې لسيزو صوبه كښې د حكومت كولو باوجود له بده مرغه اولس ته آسانۍ وركولو له كوم يو هم معياري روغتون جوړ نه كړو۔د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خاص خبرو كښې دې ووئيل شهباز شریف دې ځان سياست كښې ژوندې ساتلو له د اولس بې لارې كولو حركتونو څخه ډډه وكړي۔ دې ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو ته خواست كوم چې هغوي د كورونا وائرس ځپليو مرستې له اسټېټ بېنك كښې جوړ كړې شوې فنډز كښې بهرنۍ كرنسي جمع كړي۔ دې ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو ټولو عمري قوم جذبې سره هېواد ستونزو څخه ويستلو له د اولني صف كردار ترسره كړې دې۔ دې هيله ولرله چې په دې سخت وخت كښې به د سمندر پورې پاكستانيانو مرستې حكومت معاشي بدحالۍ پلو تلو څخه د هېواد لاره ونيسي۔ دې ووئيل دې وباﺀ سره نړيوال معيشت ته زيان رسېدلې او پاكستان هم په موجوده حالاتو كښې ددې چېلنج مقابله كوؤنكو قامونو كښې شامل دې۔