كرونا وائرس له امله به ریپبلكن كنونشن نه منسوخ كوو، د امریكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ

واشنګټن 27مارچ (اے پی پی) د امریكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي په اګست كښې كيدونكې د خپل ګوند ریپبلكن ګوند كنونشن به نه منسوخ كوو۔ د برتانيې خبررسنې ادارې له مخې د امریكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ تيره ورځ دا خبره د امریكې ټی وی سره مركه كښې وكړه سږ كال اګست كښې شمالی كیرولینا شارلټ ښار كښې كيدونكې ریپبلكن نیشنل كنونشن به د كرونا وائرس له امله نه منسوخ كوو۔ده ووئيل زه باور لرم چې تر هغه وخت به هيواد كښې د كرونا وائرس خپريدل ختم شوې وي او مونږ به پھ ډير ښه حالت كښې يو