قطر د هندي وګړو په داخله بندېز ولګولو

دوحه 09 مارچ (اے پي پي)لوئيديز آسيائي هېواد قطر د كرونا وائرس له مخې د هند او ځينې نورو هېوادونو وګړو هېواد ته په راتګ بندېز ولګولو۔ د هند خبري اژانس له مخې د قطر حكومت لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوې دي چې قطر په هند٬ بنګله دېش، چين، مصر، ايران، عراق، لبنان، نيپال، پاکستان، فلپائن، سوئيلي کوريا، سري لنکا، سوريه او د تھائي لېنډ په وګړو د مارچ نهمې نيټې څخه قطر ته په داخلېدو په عارضي توګه بندېز لګولې دې۔ د سركاري اعلان نه پس د قطر سركاري فضائي كمپنۍ دغه هېوادونو لپاره بكنګز منسوخ كړې دې