علي حېدر زېدي ډاکټرانو، نرسانو، طبي عملې او قانون نافذ كوٶنكو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي د نړيوالې وباء كرونا وائرس په ضد پاكستان كښئ په فرنټ لائن كار كوٶنكو ډاکټرانو، نرسانو، طبي عملې او قانون نافذ كوٶنكو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د بحري چارو وزارت لخوا جاري وېډيو پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان لويو لويو بحرانونو سره مخ شوې او ان شآء الله د پاكستان اولس به په دې بحران هم قابو اومومي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې په فرنټ لائن په كار كوٶنكو مونږ وياړ لرو۔ ده ووئيل لوي څښتن د ھغه چا مدد كوي څوك چې د خپل ځان پخپله مدد كوي۔