صادق سنجراني د جنرال فېض حميد د مور په جنازه كښې ګډون لپاره چكوال ته لاړ

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) لنډ مهاله اولس مشر صادق سنجراني د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل ليفټيننټ جنرل فېض حميد د مور په جنازه كښې ګډون لپاره چكوال ته لاړو۔ د سېنېټ سېكټرېټ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ په سېمه كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز، سناتوران سجاد طوري او بيرسټر محمد علي سېف هم لنډ مهاله اولس مشر سره ملګري دي