سكھر قرنطينه مركز كښې پاتې كړې شوي 11 زائرين خپلو كورونو ته واستولې شول

سکھر۔ 28مارچ(اے پی پی) سكھر قرنطينه مركز كښې پاتې كړې شوي 11 زائرين خپلو كورونو ته روان كړې شوي دي۔ په روان كړې شويو كسانو كښې سړي ٬ مېرمنې او كوچنيان شامل دي چې تعلق ئې كراچۍ او د ټنډو جام سيمې سره دې۔ ياد شوي كسان د ټېسټ په نارمل راتلو كورونو ته لېږلې شوې دي۔ دا زائرين د هائي اېس د لارې د پوليس په امنيت كښې روان كړې شول۔ دې څخه وړاندې دوئي په نه لېږل كېدو احتجاج هم كړې وو۔ انتظاميې دوئي ته باور وركړې وو چې دوئي به خپلو كورونو ته لېږلې شي۔ سکھر قرنطینه مركز څخه خپلو كورونو ته د تلونكو زائرينو شمېره 651 ته رسېدلې ده او دې څخه وړاندې 640 زائرین كورونو ته لېږلې شوي دي