سخت وخت كښې د چين د مرستې مننه كوؤ۔ د چين لخوا د ضروري سامان راكول او د چينائي طبيبانو راتلل ډېر مهم دي۔ د وباﺀ په ضد شريك جنګ سره به دوه اړخيزه روايتي ملګرتيا او باور لا پراخا شي۔ دې وباﺀ څخه وروستو به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي۔ د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د نجي ټي چېنل پروګرام كښې خبرې

اسلام آباد ۔ 29 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي په دې سخت وخت كښې د چين د مرستې مننه كوؤ كوم چې د ضروري طبي سامان راكولو سره سره خپل تجربات هم مونږ سره ګډ كړي دي۔ د چينائي طبيبانو راتلل مهم دي ولې چې پاكستان اوس د كورونا وائرس رنځورانو خيال ساتلو له د طبي عملې تربيه پېل كوي۔ د اتوار په ورځ د نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل د سی پېک ترسېوري لاندې د روغتيا څانګه كښې به هم دوه اړخيزه مرسته روانه ساتلې شي۔ ده هيله ولرله چې پاكستاني طبي پوهان به د وباﺀ مخنيوي كښې د چيني پوهانو تجربو څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل چين د كورونا وائرس رنځورانو ته طبي آسانۍ وركولو سره نوې تاريخ جوړ كړې دې۔ نړۍ هم دوئي څخه په دې لړ كښې ډېر څخه زده كړې دي۔ ده ووئيل پاكستان ته چين څخه د وائرس ښكار يو رنځور هم نه دې راغلې او دا د پاكستان او چين ترمينځھ د همغږۍ او مرستې نتيجه ده۔ ده ووئيل د وباﺀ په ضد شريك جنګ سره به دوه اړخيزه روايتي ملګرتيا او باور لا پراخا شي او دې وباﺀ څخه وروستو به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي