سخاکوټ’ د كور چھت پرېوتو پېښه ٬ مور او 3 كوچنيان مړه

پېښور ۔28مارچ (اے پی پی) د سخاکوټ خان ډېرے سيمه كښې د يو كور چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې يوه مور او ددې درې كوچنيان مړه شوي دي۔ د حق رسېدليو كسانو مړي ملبې څخه راويستلو سره مالاكنډ روغتون ته رسولې شوې دي۔ په دې مهال د پېښې ځائې كښې ریسکیو اهلکار٬ د صوبائي اسمبلۍ غړې پیر مصور خان، د زکوة چیئرمېن عادل سواتی او اسسټنټ کمشنر محب اللہ هم موجود وو۔