روس كښې د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره 840 ته ورسيده

ماسکو 26 مارچ (اے پی پی) روس كښې تيره ورځ نورو 182 كسانو كښې د كرونا وائرس تصدیق شوې ۔ د روس ميډيا له مخې هيواد كښې د كرونا له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 840 ته رسيدلې ده۔دا خبره دې ياده وي چې د روس چارواكو خبردارې وركړې چې د ځپلې شوو كسانو اصل شميره نوره هم زياتيدې شي۔ چارواكو له مخې تيره ورځ كومو كسانو كښې چې د کرونا وائرس تصدیق شوې دغه كښې د زياتره 136 كسانو تعلق پايه تخت ماسکو څخ دے۔ روس كښې تر اوسه د كرونا وائرس له امل 3 كسان مړه شوي دي