د پی اېس ایل آخری لیګ میچونه به د اتوار په ورځ کېږي

پينډۍ 14 مارچ (اے پی پی) د پاکستان سپر لیګ 2020 ایډېین اختتامی پړاؤ كښې داخل شوې او د اتوار په روځ به آخري دوه لیګ میچونه كېږي۔ د لیګ 29م ميچ به د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز ترمينځه ماسپڅښين دوه بجے د لاهور په قذافی سټيډيم كښې كېږي۔ ملتان ډله د 14 پوائنټس سره د ټولو وړاندې ده او هغې سیمی فائنل لپاره کوالیفائی کړې۔ د لیګ 30م او آخری میچ به د کراچۍ کنګز او کوئټه ګلیډی ایټز ترمينځه نېشنل سټيډيم كښې كېږي۔ شیډول كښې د بدلون نه پس دواړه سیمی فائنل به پھ 17 مارچ دغسې فائنل به په 18 مارچ کېږي۔